کابل کې د جمعې د لمانځه په وخت جمات کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې, طالبانو د بريد غندنه کړې

د کابل دخیرخانې سیمې په امام الزمان جومات د یرغلګرو په برید کې دشهیدانو شمیر څلورویشت لمونځ ګوزارو ته رسیدلی او ویل کیږي چې په لسګونو نور ټپیان شوي دي .

دخیرخانې سیمې په  امام الزمان جومات د یرغلګرو په بر  کې   دشهیدانو شمیر څلورویشت لمونځ ګوزارو ته رسیدلی او ویل کیږي چې په لسګونو نور ټپیان شوي دي .

البته ځينی  ناتائيد شوي راپورونه ښئ په دغه جنایت کې دشهیدانو شمیر  پنځوسو لمونځ ګوزارو ته رسیدلی او دغه راز شپیته  کسان  جنایتکارو برمته کړي هم دي . عیني کتونکو وئيلی دي چې یرغلګر څلور کسان وو ا و  جومات دساتونکي له  وژلو وروسته  دغه جنایتکار جومات ته ننوتل او هلته  له موجودو امنیتی مامورانوسره ونښتل   خو وروستیی راپورونه ښئ چې  دخبر ترمخابیره کیداپورې ډزې هماغه راز روانې وي

  داپه داسې حال کې دي چې  د داعش تکفیری ډلې  جنایتکارو د دغه  بوږنونکي جنایت  پړه په غاړه اخستي او وئيلي ئې  دي چې  دوي ستر جهاد کړی او   دهغوي  دعقیدې   په خلاف لمونځ ګوزار ئې  په وینو کې لیت پیت کړي دي . له دې سره په یووخت  د طالبانو  یوه ویندوي ذبیح الله مجاهد  د دغه  ستر جنایت په غندلو سره وئیلی دي ،  طالبان د دغه ستر غیر اسلامی او غیر  انساني  اقدام  عاملان    له انسانیّته لیرې بولي او دغه جنایت په  کلکه غندي. هغه وئیلی دي ، دغه شان  تکفیری  جنایتکار غواړي په افغانستان کې  ورورولۍ فضا خرابه کړي او مسلمانان سره پخپلو کې  وجنګوی خو  اوس مسلمانان پوه  او ویښ شوي دي او دنړیوال استکبار د غه دسیسه به  ناکامه کړي .

 ځینی سرچینې وائی چې  په دغې چاودنې کې یو شمیر کسان  وژل شوی هم دی خو حکومتی سرچینې وائی په دې اړه لاکوم معلومات نشته .  خو  ویل کیږی چې یرغلګرو  له ځان سره یو شمیر ماشومان هم برمته کړی دی

دغه   حمله  دجمعې لمانځه په وخت  شوې  اوپه لسګونو  لمونځ ګوزار مسلمانان په جومات کې دننه   کلابند شوی دی .کتونکو وئیلی دی چې له چاودنې وروسته  هماغه راز ډزې آوریدل کیږی .دوی وئیلی  چې یرغلګر څلور کسان  وو او  دجومات پر متولی له ډزو وروسته  جومات ته ورننوتل  او له هلته موجودو امنیتی مامورانو سره ښکیل شول .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.