کاکاجي او د کاکاجي مبارزه
کاکاجي صنوبرحسېن مومند غالباً په کال ۱۸۹۳ کې د مومندو په “کږه وله” کې د ګل فراز خان په کور کې پیدا شوی دی، لکه چې ولي محمد طوفان ویلي دي:
دا یوه کږه وله ده. صنوبر یې پیدا کړی
نورې هم ډېري ولی دي. د باړي نه راوتلی
داسې ویلی کیږي چې په ورکوټوالې کې یې قطعاً نه ژړل چې د خلکو ورباندې شک کاوه چې ګوندې نارمل نه دی, د ګرمۍ او یخنۍ احساس نه شي کولای. کله چې پوه اندازه لوی شو, په کلې کې یې کوم سکول نه و’ نو د پېښور په یو سکول کې داخل کړی شو. وایې چې وړوکوالې څخه د پښتنو سیمه باندې پردې تسلط یې په طبع سم نه راتللو. د طالبعلمۍ په زمانه کې یې داسې فکر کاوه چې دی که استاذ جوړ شي؛ ښه ښه شاګردان به ورزوي, د ملک او قوم سره مینه د هغوي زړونو کې بیدارولی شي. څو هغوي وکولای شي؛ خپل وطن د پردې استعمار څخه ازاد کړې.
لسم یې چې پاس شو’ نو د استاد پیشه یې اختیار کړه. نواب شیرعلي خان په اولاد کې د ارباب نورمحمدخان مرحوم، ارباب نیازمحمدخان مرحوم او د ارباب فتح محمدخان؛ استاد هم پاتې شوی دی. لیکن کله چې ورته د ازادۍ د حصول په سلسله کې دغه لار اوږده محسوسه شوه’ نو د قلمي مبارزې لار یې اختیار کړه؛ د همیش خلیل د تصنیف کتاب کاکاجي صنوبرحسېن مومند له مخې هغوي په ۱۹۲۰ کې خپل سیاسي ژوند اغاز وکړ; په ۱۹۲۶ کې په پښتونخوا کې زمنیداره انجمن بنیاد کېښودو چې وروستو بیا د نوجوانان بهارت سبها په نامه یاد شو. په صوبه سرحد «خیبر پښتونخوا» کې د نوجوانان بهارت د یو رهنما په حیث کاکاجي د خپل فعال کردار په وجه په خپلو همخیالو کې ډېر محبوب وو ـ په دغه ورځو کې کاکاجي تور پټکی یانې دستار تړلو, څادر یې په اوګه او د خامتا درنې جامې به یې په غاړه وې چې په حیث د ولسي رهنما د کاکاجي شخصیت ورباندې نمایان و ـ
د خلیق صېب د خولې خبره ده چې په وړومبي ځل د چوک یادګار ولسي جرګې ته چې کاکاجي کوم تقریر کړی و؛ هغه د خپل تاثر او شعله بیانۍ ډېر اهم و ـ
کاکاجي د عدم تشدد د فلسفې سخت خلاف و, د هغوي خپل نظر داسې وو چې عدم تشدد د خپل ورور سره مزا کوې, نه چې پېرنګي سره چې د لرې نه راغلی دی او پښې یې زموږ په خاوره کې غځولې دي. دوۍ باید د تشدد په ذریعه تنګ کړی شي, څو زموږ د خاورې خپله کمبله ورټوله کړي.
په ۱۹۳۰ کې په وړومبې ځل د پاره ګرفتار شو, خو د کال ۱۹۳۱ په ابتداء کې د ګاندهي جي د ارون پیکټ له مخي د ډېرو له زندانه څخه راخلاص شو. په دغه کال یې د پېښور نه یو اووه ورځنۍ مجله د “سیلاب” په نامه په پښتو اردو ژبه کې اجراء کړه. د سیلاب څلور ګڼې وتلی وې چې ددغې مجلې په ولس کې د مقبولیت په وجه انګریز په دسمبر ۱۹۳۱ په ویشتمه نیټه بیا د دوې د ګرفتارولو اراده وکړه’ نو ددوې خپلو ملګرو صاحبزاده محمد اسلم، سید امیر باچا او مرتضا باچا سره روپوش شول. څه موده کنډاو کې د کسۍ میاصاحب لال صدیق سره وو. بیا د لکړو کې د ترنګزو حاجي صیب سره ملګرې شول. د حاجي صېب د ژوند پورې په لکړو کې وو او د پېرنګیانو خلاف په مبارزه کې مصروف وو. په قبایلو کې د “شغله” په نوم د یوې مجلې اجرا وکړه او دغه شان یې د علمي مبارزې سره سره قلمي مبارزه هم شروع کړه ـ
حاجي صېب د ترنګزو به د خپل فعالیتونو مشوره د کاکاجي صنوبرحسېن سره کوله. د هغوي رایې ته به یې اهمیت ورکولو, د تقریر ټول کار د کاکاجي ذمه وه, کوم وخت کې چې حاجي صېب افغانستان ته تللو’ نو کاکاجي ورسره هم وو. د حاجي صېب د وفات نه پس د زوی پاچا ګل سره د اختلافاتو په وجه د خپلو ملګرو سره کاکاجي وکوچید او په سوال قلعه کې د ملک عمر خان سره دیره شو. همدغلته په کال ۱۹۳۳ کې یوه شپه صاحبزاده محمد اسلم د پېرنګي په سازش د کوم قاتل د لاسه په ګولۍ اویشتلی شو او سخت زخمي شو. کاکاجي د علاج لپاره جلال اباد ته ورسولو. خو د ډېرو کوشیشونو باوجود په ۲۶ جنوری ۱۹۳۴ یې د شهادت جام نوش کړو ـ