کراچۍ ښار کې بارانونو پينځه کسان وژلي

دپاکستان دسیند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې د سخت باران له کبله ددریو(۳) میرمنو په شمول پینځه(۵) کسان وژل شوی دی .

دکراچۍ په ګارډن سیمه کښې په چاندنی چوک کښې په اوبو کښې دبریښنا دتار دغورځیدا په پیښه کښې دوه(۲) کسان ووژل شول او ایمبولینسونه  په اوبو کښې د بریښنا دکرنټ په وجه د مړیو په رایستلو کښې پاتې راغلی دی

دکراچۍ په مختلفو سیمو کښې دسخت باران له کبله په واټونو کښې اوبه جمع شوی  او دغه راز ټرافیک هم رامینځته شوی اوخلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ شوی دی .

دکراچۍ په ځینو سیمو کښې دکورونوچتونه وران شوی او په ځینو نورو سیمو کښې ونې هم له بیخه ویجاړې شوی دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.