کراچۍ کې د تحريک طالبان پاکستان مشر مولانا فضل الله د تره زوی د درې نورو ملګرو سره و وژل شو

 کراچۍ په کویټه ټاون سیمه کې له پولیسو سره د ترهه ګرو په نښته کې ۴ ترهه ګر وژل شول چی یو پکې د خورشید نوی ترهه ګر چی د ملا فضل الله تره زوی هم شامل دې چی په ملاله یوسفزی او پوځی افسرانو په حملو کې یې لاس درلود .

د پولیسو افسر راو انور وویل چی د پټو معلوماتو په اساس پولیسو په صدف کالونۍ کې یو کور محاصره کړ چی ترهه ګرو د کلابندۍ د ماتولو لپاره په پولیسو ډزې پیل کړې چی د پولیسو په ځوابی ډزو کې د داعش د سرغنې فضل الله تره زوی خورشید سره د نورو دریو ملګرو و وژلو.

د پولیسو د دغه افسر په وینا د پاکستان د تحریک طالبان غیر قانونی ډلې کسان په داعش کې شامل شوی دی . ده زیاته کړه چی د خورشید درې نور وروڼه هم له امنیتی عسکرو سره په نښتو کې وژل شوی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.