کرزئ غواړي بيا د افغانستان واک ترلاسه کړي, چور وکړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر او نظار شورايی خاص کس حامد کرزی تيره ورځ د افغانستان دولت څخه غوښتنه کړې وه چې يوه لويه جرګه دې راوغواړي تر څو په هيواد کې روان نا امنيتۍ, او د امريکه د نوی سټراټيژۍ په پار خبرې وکړي, کرزی په دغه خپله بلنه کې د طالب مشر ملا هيبت الله ته هم يوه خط ليږلی وو چې پدغه جرګه مې دې طالبان ګډون وکړي.

طالبانو د کرزی د خط په ځواب کې وئيلي تر څو بهرنيان په افغانستان کې شتون ولري هيڅکله به په جرګه کې ګډون ونکړي.

د افغانستان دولت هم وايي چې د پخوانی ولسمشر په هثيت د کرزی نظر ورته د اخترام وړ دی خو دوي په خپلو کارونو ښه پوهيږي.

حامد کرزئ چې د افغانستان پښتانه ترې خفه دي او وايي د فارسيوانو په مقابل کې يې پښتنو سره تعصب او نا انصافی کړې يو شمير نور تورونو سره مخ دۍ چې ګوکه غواړی يو ځل بيا د افغانستان واک په لاس کې واخلي نوی نوی سيسې کاروي.

طالبان چې د افغانستان او انسانيت سخت دښمنان دي د ټرمپ نوی سټراټيژۍ سخت ځپلي, خو کرزۍ نه غواړی طالبان ورک شي او هم په دغه پار لويه جرګه راغواړی تر څو افغان دولت او امريکه سره خپلو کې واچوي او دې د پاکستان لا لارې واک تر لاسه کړي.

د پاکستان په اړه د کرزی بيان د پاکستان په اردو سوشل ميډيا کې کرزئ سخت د نيوکو او سپکوی سره مخ کړی او پنجاپيان وايي چې وس ورته عقل راغی.

افغان دولت چې د څه مودې راهسې طالبانو سره د روغې چغې وهي طالبان ولې غاړه نه ګدي? يو پخوانۍ ولسمشر بيا څه حق لری په معاملاتو کې ګوتې و وهي? که طالب روغه نه کوی تشدداو ملکيان وژني نو بيا امريکه دې طالب د مينځ يوسي, که مونږ خپله څه نشو ورسره کولی امريکه خو ورته بايد پرېږدو.

نوربادشاه يوسفزئ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.