کندهار کي میشت قومونه وايي،د دولت سره به په ګډه د ټولني دسمون لپاره کار کوي

هغوئ د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري سره لیدنه کي وویل،چي دولت ورسره دامکان ترحده همکاري کړې، نوځکه دوئ هم ورسره همکاره دي.

ښاغلي دستګیري د ولس له ځانګړي میني مننه وکړه،چي له خاوري اوخلکو سره يي لري او دهغوئ هراز همکاري يي دستایني وړ وبلل.

ددقومونو دوې بیلابیلي شورا ګاني په ټولنیزو چارو کي دولایت مقام له مرستیال حاجي اغا لالي دستګیري سره ولیدل.

دخان خیلو قومي شورا غړو وویل،چي شورا يي له بیلابیلو قومونو څخه جوړه ده او هر قوم دخپله اړخه له دولت سره دهمکارۍ ډاډ ورکوي.

هغوئ زیاته کړه،چي تر دې دمه دولت ورسره ورته اړین او شته امکانات رسولي نوځکه ولس هم ورڅخه راضي دی.

ادو کسانو په خبره،په یوالي سره کولای سو،چي دټولني اوخلکو دپرمختګ لپاره کار وکړو.

په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د ولس له همکاریو مننه وکړه،چي تل يي له دولت سره کړې ده.

هغه زیاته کړه په ګډه کولای سو دهیواد جوړلو موخي ته ځان ورسوو.

ښاغلي دستګیري همداراز د ولس دهیوادنۍ میني ستاینه وکړه او دهغوئ یوالي يي دټولني دپرمختګ لپاره ښه پرست وباله.

وروسته دبابړو دقوم شورا غړو هم دښاغلي دستګیري سره ولیدل.

هغوئ وویل،د ډیرو کارونو سره سره بیاهم یوشمیر ستونزي سته،چي دولت او ولس باید په ګډه يي دحل لپاره کار وکړي.

دبابړو مشرانو وویل،په دې ورستیو کي دخوراکي توکو ازاد بازار خلک له ستونزو سره مخ کړي،چي ښاروالۍ يي باید غم وخوري.

دوئ هم دولایتي ادارې سره دهراز همکارۍ ډاډ ورکړ.

په ټولنیزو چارو کي دولایت مقام مرستیال وویل،د دوئ ستونزي به له اړوند مسولینو سره شریکي کړي او هغوئ به دحل لار ورته پیدا کړي.

ښاغلي دستګیري وویل،ولایتي اداره ژمنه ده،چي دټولني هر فرد ته خپل حق ورسوي او دهیڅ یوکس حق به تلب نسي.

دهغه په خبره په یوالي به دامنیت،سولي او پرمختګ لپاره کار کوي،ترڅو راتلونکي کي یي ټولنه او خلک له ستونزو خلاص کړي وي.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.