کندهار کې ۳۸ طالبان د خپل موټر بم چادنې هلاک کړي
د ملي دفاع وزارت او د کندهار چارواکي وايي چې په معروف ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي رسنیو ته وائيلي چې دا پېښه تېره شپه د معروف ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو له دولتي ځواکونو نيولى هاموې موټر له چاودېدونکو توکو ډک کړى و او غوښتل يې چې د زابل د اټغر ولسوالۍ په سرحد کې د ملي اردو پر يوه کنډک د موټربم بريد وکړي.
عزيزي وايي، دغه موټر په خپله پر دوى چاودېدلى او ګڼ شمېر کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې چاودنه کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى ١٥ موټرسايکل هم له منځه تللي دي.