کنشکا او کوشانیان

لومړی برخه

کنشکا

لرغوني افغانستان ستره پېژندل شوې څېره ده او د کوشانیانو د لړۍ ستر امپراتور ؤ چې د پلار نوم یې (ویما کدفیسزس) ؤ، په ۱۲۷ ز کال کې واک ته ورسېد. نوموړي د واکمنۍ دوه دربارونه لرل چې یو یې په اوسنۍ کاپیسا [کاپيسي] (بګرام) کې ؤ او بل یې په پېښور (پوروشاپورا) کې.

د نوموړي د واکمنۍ حدود:

د ختیځ خواته د هندوستان د بنارس او ختيځ کې یې د چین او چينې ترکستان او په لویديځ کې یې د پارتیا هېواد نیولي وو. د روم له امپراتور سره یې ښې اړیکې لرلې.

کنشکا د بوادئیزم دین خپور کړ، خرافات یې ورڅخه پاک کړل او د یو نوي دین په ډول یې په نیمه آسیا کې خپور کړ. د هغه لقب د (شاه شاهان، شهنشاه) د پاچاهانو پاچا ؤ. د نوموړي دوره یوه زرینه او د بریاؤ ډکه دوره وه، داسې چې هغه د خپلې پاچاهۍ په لومړي کال کشمیر فتح کړ، عبادتځایونه یې پکې ودان کړل او هغه ځای یې د (کنشکاپور) په نامه یاد کړ. وروسته یې د موریا کورنۍ مرکز هم ونیوه. وروسته له هغې یې لویديځ ته پام شو او د آسیا جنګاور خلک (پارتیان) د ځان تابع کړل.

کنشکا د نړۍ ستر ځواک (د چين هېواد پوځ) ته ماتې ورکړه، هغوی یې باج ته تیار کړل او د یارکنډ، ختن او کاشغر سیمې یې ورڅخه ونیولې. د چین امپراتور زوی یې له ځان سره بندي کړ او د چین له امپراتور څخه یې باج اخیسته! د کوشانیانو د مهال ځينې آثار د افغانستان، پښتونخوا او هند سیمو کې ترلاسه شوي. د (کوشاني څيړنو مرکز) یوه څیړنیز مرکز دی چې د کوشانیانو آثارو په اړه څيړنه کوي. د کنشکا په اړه مالومات په چیني، هندي او افغاني ډبرلیکونو کې خوندي دي

د کنشکا ډېرې سکې لاس ته راغلي چې د هغه انځور داسې پرې رسم شوی:

د اوږدو ويښتانو او غټو سترګو درلودونکی او همدارنګه اوږده ږېره هم پکې ښودل شوې، په لاس کې یې توره او له دواړو اوږو څخه یې اور بلیږي. د اوسنیو پښتنو په شان یې پړتوګ هم په ښکاره ډول مالومیږي.
هېره دې نه وي چې کنشکا په پېښور کې د بودا کچکول هم ساته او د هغه دین په خپرولو کې یې د آشوکا په څېر ګامونه پورته کړل.
هغه مهال د نړۍ له څلورو لویو امپراتوریو څخه یوه هم د کوشانیانو امپراتوري وه. په شفاهي روایاتو کې ویل کیږي؛ ((کنشکا قسم وخوړ چې زه به د سکندر په شانې اېوادونه لاندې کوم، هغه ډېر ځایونه ونیول. وروسته یې غوښتل چې نوره نړۍ هم لاندې کړي خو د هغه وخت یو راهب ورته راغلو او داسې یې ورته وویل:
ـ اې باچا غواړې ټوله نړۍ ونیسې؟
ـ هو.
ـ خو ځمکه خدای پیدا کړي، د خدای ځمکې نیول خو دا مانا لري چې ته د هغه پر ځمکه دعوا کوې …، ته به ګناهګار شې. نور د خدای ځمکې مه نیسه او توبې وباسه.
کنشکا چې ډېر دینداره شخص ؤ؛ توبې یې وباسلې او نور یې نړۍ نیونه بس کړه، شفاهي روایات وايي چې کنشکا دومره زورور ؤ چې رښتیا یې هم نړۍ لاندې کوله، خو دیندارۍ دې کار ته پرېنښود.)) کنشکا تر ۱۴۷ز کال پورې واکمني وکړه او له هغه وروسته (هوویشکا) واکمن شو.

سرچینې:
حبیبي،عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان
کهزاد،احمد علي.تاریخ افغانستان
صفیه حلیم، کنشکا باچا
د افغانستان د ښوونځي نصاب ۱۳۹۰- تاریخ انګون: کوشانیان
خادم، قیام الدین. لرغوني پښتانه قومونه
https://ps.m.wikipedia.org/wiki/%DA%A9%D9%86%D8%B4%DA%A9%D8%A7

————————————————————————————————————–

دويمه برخه:

کوشانيان د مسيح تر زېږېدو ١٦٥ کاله د مخه ځينی قبيلې چې د آريايي ساکانو او سيتيانو سره په وينه او نژاد کې شريکې وې او د څيرو او اوږدو پزو او نورو جوله ييزو او ژبنيو ځانگړنو له مخې د شمال ختيز آريايي نژاده څخه گڼل کېږي او چينيانو دوی يو چی بللي دي. له خپل پخواني ټاټوبي يعنې ختيځ چين څخه د سير دريا وادي ته راورېدل، ددغه ځای ساکان يې و ختيز ته او په باختر کې د آريانا سيمو او د اينډوکوښ سويل ته وشړل او ځای يې يوچيانو ونيوئ. يوچيان د ٧٠ ق. م په شاوخوا کې تر آمو راپورې وتل او د تخاريانو په مرسته يې باختر ونيوئ. تر دې وروسته يوچيان او تخاريان سره گډ شول او يو غښتلی او بېل ټبر ځنې جوړ شوی چې د کوشي، کوي کوشانگ: کوشان مشهوره قبيله د همدې خلکو له پنځگونو قبيلو څخه وه. د کوچی (پونده) کليمه په پښتو او دری کې د دې ريښې نمايندگي کوي. ددې قبيلې لومړی پاچا کيو-تسيو-کيو KIU-TSIU-KIU(= کوجوله کره کدفيزيس KUJULA-KARA-ADPHIZESN (د ٣٠م شا و خوا) دی چې زموږ په هېواد کې يې د يوې سترې امپراتورۍ بنسټ کېښوئ. ددې کورنۍ نور پاچهان او مشران دويم کدفيزس، کنيشکا، واسيشکه، هوويشکه، واسوشکه دي. د لويو کوشانيانو د شاهنشاهۍ دوره د کنيشکا له جلوسه ١٢٥ م پيل او پر واسوشکه ٢٥٠حدود باندې ختمېږي.په دې دوره کې د هېواد د وېد او اوستايي پخواني فکري او کلتوري مبادي د هخامنشي هندي، يوناني، بودايي د مدنيتو له آثارو سره ګډ شول او د شمالي توراني آريايانو د ساکانو او سيتي تهذيبي عناصر هم پرې ورننوتل او يو قوي افغاني کلتور يې منځ راوړ.

د کوشانيانو څخه ډېرې سکې او کتيبې په يوناني، برهمني او خروښتي رسم الخطو پاته دي! تر دې ډېر معلومات په انګليسي ژبه لوستی شئ
https://en.m.wikipedia.org/wiki/Kushan_Empire

—————————————————————————————————————–

دريمه برخه
د کوشانيانو په هکله يو چينایی جنرال د چين امپراطور ته داسې ليک استولی. کوشانيان د چين له غرب راغلي وو. شمال, پکتيا, کابل او کندهار ېې ونيوله.

The Chinese Hou Hanshu 後漢書 chronicles gives an account of the formation of the Kushan empire based on a report made by the Chinese general Ban Yong to the Chinese Emperor c. 125 AD:

More than a hundred years later [than the conquest of Bactria by the Da Yuezhi], the prince [xihou] of Guishuang (Badakhshan) established himself as king, and his dynasty was called that of the Guishuang (Kushan) King. He invaded Anxi (Indo-Parthia), and took the Gaofu (Kabul) region. He also defeated the whole of the kingdoms of Puda (Paktiya) and Jibin (Kapisha and Gandhara). Qiujiuque (Kujula Kadphises) was more than eighty years old when he died. His son, Yangaozhen [probably Vema Tahk (tu) or, possibly, his brother Sadaṣkaṇa], became king in his place. He defeated Tianzhu [North-western India] and installed Generals to supervise and lead it. The Yuezhi then became extremely rich. All the kingdoms call [their king] the Guishuang [Kushan] king, but the Han call them by their original name, Da Yuezhi.

— Hou Hanshu

Source
Hill (2009) p. 29
Chavannes (1907) p 190-192

—————————————————————————————————————–

څلورمه برخه:

د کوشاني دورې ليک دود چې له يوناني اخيستل شوی.

نوټ: د محمد (ص) زېږېدو ته لا اوه پېړۍ پاتې وې چې په افغانستان کې ليک او لوست موجود و, سکه موجوده و او کالي اغوستل کېدل.

Greek alphabet (narrow columns) with Kushan script (wide columns)

نري کالمونو کې يوناني او لويو کې کوشاني ليک دود وينوو.
د ليک انځور کلېک کړئ

—————————————————————————————————————-

پينځمه برخه
کوشانيانو له روم سره ښې اړيکې لرلې. د اوړي پلازمينه يې کاپيسا او د ژمي يې پېښور و.

انځورونو کې هغه سيکې ښکاري چې د کنېشکا باچا له سيکوو سره يو ځای موندل شوې.

لومړی انځور:
Greco-Roman gladiator on a glass vessel, Begram, 2nd century

دويم:
Coin of the Roman Emperor Trajan, found together with coins of Kanishka the Great at the Ahin PoshMonastery

دريم انځور:
په اسيا او اروپا کې څلور پاچاهۍ وې. کوشانيان, هان, روميان او پارتيا

له ميلاد 225 کاله وروسته د کوشانيانو پاچاهي په دوه برخو ووېشل شوي. غربي برخه يې اوسنی افغانستان و او شرقي برخه يې اوسنی پنجاب و. شرقي برخه يې ژر د ايراني ساسانيانو لخوا ونيول شوه. د کوشانيانو وروستي پاتې شوني په پينځمه عيسوي پېړۍ کې له منځه لاړل.

نوټ: د کوشانيانو وخت کې هم د ابرېشمو له لارې اروپا ته تجارت کېدو.
د کوشاني پاچاهانو نومونه

Heraios (c. 1 – 30), first Kushan ruler, generally Kushan ruling period is disputed
Kujula Kadphises (c. 30 – c. 80)
Vima Takto (c. 80 – c. 95), alias Soter Megas or “Great Saviour.”
Vima Kadphises (c. 95 – c. 127) the first great Kushan emperor
Kanishka the Great (127 – c. 140)
Vāsishka (c. 140 – c. 160)
Huvishka (c. 160 – c. 190)
Vasudeva I (c. 190 – to at least 230), the last of the great Kushan emperors
Kanishka II (c. 230 – 240)
Vashishka (c. 240 – 250)
Kanishka III (c. 250 – 275)
Vasudeva II (c. 275 – 310)
Vasudeva III reported son of Vasudeva II, a King, uncertain.[65]
Vasudeva IV reported possible child of Vasudeva III, ruling in Kandahar, uncertain.[65]
Vasudeva V, or “Vasudeva of Kabul”, reported possible child of Vasudeva IV, ruling in Kabul, uncertain.[65]
Chhu (c. 310? – 325?)[65]
Shaka I (c. 325 – 345)[65]
Kipunada (c. 345 – 375)[65]

څیړنه او شننه: عبیدالله ودرګ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.