کنيډا حکومت پخپل هيواد کې چرس خرڅول قانونی اعلان کړل.

 د نړۍ لوی اقتصادي ځواک کاناډا کې لدې وروسته د چرسو څښل قانوني دي او په خاصو ساقی خانو کې به کیلو په ۷۷۷۰ ډالره پلورل کیږي.

د کاناډا حکومت وایي چې دا قانون یې ددې لپاره جوړ کړی څو خلک وکولای شي په ارزان او قانوني ډول هغه کار وکړي چې مخکې به یې په غیرقانوني ډول ترسره کوه.

 

کنيډا کې نن ورځ د چرسو يو دوکام ته د خلکو لاين لګيدلی.

د حکومت په وینا، ګڼو شرکتونو د چرسو کاروبار کې لدې اعلان وروسته ملیاردونه ډالره پانګونه کړې او د عائد ۷۵% برخه به یې په ټولو ولایتونو برابره ویشل کیږي.

د نوي قانون له مخې، له ۱۹ کلنو کم عمره کسان او ۳۰ ګرامه زیات چرس نشي اخیستلی.

له کاناډا مخکې د امریکا یو شمیر ایالتونو، او ځینې نورو هیوادونو هم چرس ددې لپاره قانونی ګرځولي چې ډیر عوائد ترې وګټي.

نړیوالو مشرانو کې لومړنی کس اوباما وه چې د چرسو د سګرټ په څښولو یې دغه نشه امریکا کې قانوني اعلان کړه.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.