که امريکه پاکستان ته په بدو وګوری سترګې به يې وباسو, د قبايلی سيمو کډوال ولس

نن د خيبر ايجنسۍ, مومند ايجنسۍ, پېښور, لکی مروت, بنو, سوات او پېښور کې خلکو د امريکه پرضد احتجاجی لاريونونه کړي او د ټرمپ لخوا يې د پاکستان پرضد بيانونه غندلی, پدغه مظاهرو کې پارېدونکيو خلکو د امريکه بيرغ او د ټرمپ پتلې سيځلې دي او د امريکه پرضد يې چغې سورې وهلی.

مظاهرو ته په ويناوو کې يو شمير تش په نوم مشرانو وئيلي پاکستان زمونږ هيواد دی که څوک ورته په بده سترګه وګوری سترګې به يې وباسو, ټرمپ بايد خبر اوسي د خپل هيواد د پاره د وينو تويولو به شاته نه يو, پاکستان عراق, هندوستان يا افغانستان ندی ټرمپ به دلته ځان وځپي.

قبايلی ولس دا احتجاج پداسې حال کې کړی چې د خپلو سيمو لارې کوڅې يې تړل شوی, د پاکستان فوځونه پکې ځای په ځای دي, هره ورځ پکې د دې ولس کورونه د عملياتو په نوم تالاشي کوي او د کارډ نلرو په جرم کې يې توهين کوي. ياده دې وي چې د قبايلی ولس وس هم په خپلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند تيروي او نشي کولای چې خپل کليو او سيمو ته لاړ شي خو دوي بيا هم د پاکستان سره مينه لري او په زرګونو ميله لرې امريکه ته ګواهونه ورکوي

رپورټ : ګل خان اپريدی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.