که پاکستان د افغانستان په اړه پالیسی بدله نه کړه پخپله به په اور کې وسوځی، بشرا ګوهر

د پاکستان د عوامی نشنل ګوند مرستیاله وایی، د پاکستان حکومت په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګېدو سره د مرستې ژمنې کوی خو عملاً یې خپله هیڅ وعده عملی کړې نه ده
بُشرا ګوهر پرون  د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسی وغندله او د هغې د بدلېدو غوښتنه یې وکړه.
مېرمن ګوهر همداراز وویل، که اسلام اباد په افغانستان کې خپله منفی پالیسی بدله نه کړی، پاکستان به هم د تروریزم په اور کې وسوځی.
د عوامی نشنل ګوند مرستیالې ټینګار وکړ«که له پاکستان څخه د تروریستانو له لوری، چې ښه او بد نه لری، کار اخیستل کېږی، هغوی به د پاکستان پر ضد هم کار واخلی.»
پاکستانی چارواکی تل وایی چې د تروریستانو، په ځانګړی ډول د طالبانو ترمنځ ښه او بد شته؛ هغوی چې په پاکستان کې نه چنګېږی ښه دی، او هغوی چې له پاکستانی پوځیانو سره جنګېږی بد دی؛ او باید له منځه یووړل شی.
د عوامی نشنل ګوند مرستیالې اغلې ګوهر وویل«له هغو کسانو سره چې لاسونه یې د بېګناه انسانانو په وینو سره دی، باید قانونی چلند وشی.»
دې وویل چې د پاکستان خلک له ټولو تروریستی ډلو سره د یو شان او بې توپیره مبارزې غوښتونکی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د ملی جرګې غړی او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اڅکزی په یوه خبری غونډه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان پالیسی وغندله، او پاکستان ته یې د دې پالیسۍ د دوام په وړاندې خبرداری ورکړ.
 امریکایی او اروپایی چارواکو هم په ځلونو پاکستان، د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د افغانستان پر ضد د تروریستی ډلو پر ملاتړ تورن کړی او ویلی یې دی؛ چې د پاکستان دا پالیسی پخپله پاکستان ته هم خطرناکه ده.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.