کوئټه کښې د سيکرټرى هائير ايجوکيشن بازيابۍ لپاره احتجاج شوې

د کوئټې پريس کلب مخې ته د سيکرټرى هائير ايجوکيشن عبدالله جان
د بازيابۍ لپاره د سيکرټريټ افيسرز او ملازمينو لخوا احتجاجى مظاهره شوېده
سيکرټرى عبدالله جان په پينځلسم مارچ د کوئټې ښار وحدت کالونۍ څخه اغواء کړے شوے
په دې لړ کښې د سيکرټريټ افيسرز او ملازمينو له اړخه يوې بجې څخه تر څلور بجو پورې قلم چهوړ هړتال هم روان دے
د مظاهرې پرمهال هغوى ووئيل چې حکومت بلوچستان د سيکرټرى د بازيابۍ لپاره بائد ټول وسائل پکار راولى
ياده دې وى چې حکومت بلوچستان د سيکرټرى هائير ايجوکيشن عبدالله جان د بازيابۍ لپاره د پوليسو دوه تحقيقاتى ټيمونه جوړ کړى دى خو تراوسه پورې په دې لړ کښې هيڅ پرمختګ نه دے شوے

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.