کوئټه کې د پولیس ډی ایس پی په ګډون څلور پولیس وژل شوي

د بلوچستان مرکز کویټې ښار ته څیرمه په دیبه نومي کلي کښې د نامعلومو وسله والو د ډزو له امله د قائدآباد سیمې د ایس، پي په شمول څلور پاکستاني پولیس وژل شوي دي

امنیتي سرچینې وايي چې دغه ډزې د قائد آباد د پولیسو د مشر په ګاډي وشوې، په ګاډي کښې د ایس پي د ساتونکي په شمول څلور پولیس سپاره وو چې ټول وژل شوي دي

خبر زیاتوي چې نامعلوم وسله وال په موټرسایکلو سپاره وو او له ډزو وروسته تښتیدلي دي

له پيښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او تحقیقات یې پیل کړي دي

یاده دې دوه وي ورځې وړاندې په بلوچستان په چمن سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پولس ډی پی او ساجد خان په ګډون لس کسان وژل شوي او یو شمیر ژوبل شوي وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.