کوزدير او باجوړ ايجنسئ کښي سيلابي اوبو دري کسان ډوب کړي

کوز دير کښې يو ګاډي سيلابي اوبو وړے چي له وجي ورور او خور مړه او څلور نور کسان زخمي شوي دي۔ د پوليس وينا ده چي تيره ورځ دغه ګاډي چميارانو بانډه سره سيلابي اوبو وړے چي پکښې ورور او خور مړه او څلور کسان زخمي شوي دي۔ بلخوا باجوړ ايجنسئ کښي د طوفاني باران له وجي يو ماشوم مړ او دري نور زخمي شوي دي۔ د انتظاميي وينا ده چي د ناوګئي تحصيل چهار منګ سيمه کښې تيز باران له وجي سيلابي اوبو څلور کسان وړي وو ولي د ليويز اهلکارو دري کسان په زخمي حالت کښي راويستل او د يو بيدرکه ماشوم مړے وروسته د سيلاب نه راويستلي شوے۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.