کوزه کرمه کې درې پرله پسې بمي چاودنو کې دوه پاکستان فوځیان مړه، پنځه ژوبل شوي

په کوزه کرمه ايجنسۍ کښي پاکستانی فوجیانو باندي پرله پسي دري بمي چاؤدنو کښي دوه فوجیان مړه او پنځه ژوبل شوي دي۔ د سرکاري ذرائعو وينا ده چي د سکيورټي فورسزاهلکار ڼ سحر اوبه راؤړلو دپاره ګاډي کښي روان وو چي لکه تګه سيمه کښي پري مخکښي نه خخ کړے شوي بارودي مواد اوچاوديدل چي له وجي ئي دوه اهلکار مړه شول۔ ذرائع زياتوي چي دويمه دهماکه هغه وخت اوشوه کله چي سکيورټي اهلکارد اولنئ چاودني ځائي ته روان وو، دي دهماکه کښي څلور اهلکار زخمي شوي دي۔ سرکاري ذرائعو ترمخه هم دي لکه تګه سيمه کښي ڼ سحريوه بله چاودنه هم شوي چي پکښي يو اهلکار زخمي شوے دے۔ زخمي شوي پنځه وانړه اهلکار د صدي هسپتال ته منتقل کړے شوي دي۔ چاؤدنو نه پس سکيورټي فورسز سيمه ولقه کښي اغستي او د لټون عمليات ئي پيل کړي دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.