کونړ او ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې شل جهادیان مردار شو

د افغانستان د ختیځ په ننګرهار او کونړ ولایتونو کښې داعش ترهګرې ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي وایی دافغانستان دختیځ ولایت ننګرهار اړوند د اچین ولسوالۍ د مامند په سیمه کی  د بې پیلوټه الوتکې په هوایی برید کی شل تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت چارواکو رسنیو ته ویلي چی په دې برید کښې ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

په اچین ولسوالۍ کښې دا برید داسې مهال تر سره کیږي چې د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکو له کوچني اختر وړاندې د دې ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د هغه سیمو استوګنو ته چی د داعش ډلې په ولکه کښې دي، د خپلو کورونو پريښودو او خوندي سیمو ته د تلو خبرداری ورکړی دی.

چارواکي وایي ټاکل شوې ډیر زر په دغو سیمو کښې د داعش ډلې پر خلاف پوځي عملیات پیل شي او دا کار یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره تر سره کړی دی.

بلخوا له دغو سیمو کډه شوي کډوال وایي چې حالات یې خورا بددي. دکوچنی اختر ورځې یې تر سوزونکی لمر لاندې ترخلاص اسمان لاندې تیرې کړې او سره له دې چی د ولایتي ادارې په لارښوونه یی خپل کورونه پریښی خو تر اوسه ورسره ان لومړنۍ مرستې هم نه دي شوې.  د ننګرهار د والي ویاند عطا ا… خوګیانی په داسې حال کی چې د هسکې مینې ولسوالۍ د بی ځایه شویو کورنیو ستونزې مني خو وایي سیمی ته یی یو پلاوی د دغو کورنیو په اړه د کره معلوماتو تر لاسه کولو په موخه استولی او کله چې لیږل شوی پلاوی بیرته راوګرځي دغو کډوالو ته به هم مرستی ورورسوی.

اخوا د ننګرهار په څنګلوري ولایت کونړ کښې هم ځایی چارواکو داعش ډلی ته دمرګ ژوبلې د وراوښتو دعوه کړې ده. د دغه ولایت د امنیه قوماندانی ویاند فرید ا… دهقان نن خبري رسنیو ته ویلی چی تیره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د دی ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کی په یو هوایی برید کی درې تنه داعش وسله وال وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی.  نوموړي ویلی چې په دغه برید کی ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله نه ده رسیدلې

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.