پرله پسې خونړيو چاودنو کې هندوستان لاس لري, وزيراعلی بلوچستان

د بلوچستان لنډ محاله وزيراعلی علاء الدین مري د جمعې د ورځې له ترهګرو پیښو د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د سلګونو پاکستانیانو د مرګ ژوبلې سبب شوې، ادعا وکړه چې د هندوستان استخباراتي ادارې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په خونړیو چاودنو کښې لاس لري.

هغه د دې چاودنو هدف د روانې جولایۍ میاشتې په پنځویشتمه نیټه د پاکستان د پارلیماني انتخاباتو ځنډول اعلان کړل او ویې ویل چې د دې هیواد انتخابات به په هیڅ توګه ونه ځنډول شي.

د بلوچستان صوبې د لنډمهاله وزیراعلی دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې هند او پاکستان د کشمیر په شمول په ځینو مسائلو په خپلو کښې اختلاف لري او یوبل د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.