بونیر کې د کان نړېدو پېښه کې اته کسان مړه، پینځلس ملبې لاندې شوي.

بونیر په سلارزو سیمه کې په کان کې د سلائډنګ له کبله اته کسان وژل شوي، اؤ تر پينځلس کسانو لا هم په ملبه کې پټ پراته دي.

د ځائي خلکو په وینا دغه پېښه غرمه په ۱۱ لس بجې داسې محال وشوه تر دیرشو کسانو پورې په دغه کان کې په کار کولو بوخت وو چې د کاڼو کمر پرې د پاسه راغلی.

د پېښې په وخت پر دغه ځائې کې د شته یو کس په وینا تر اته پورې ټرکونه هم په ملبه کې پټ راغلي. او تر دیرشو پورې کسان هلته شته وو ، چې اووه تنان پکې ژوبل، اته تنان مړه، او پینځلس په ملبه کې بند پراته دي.

وئیلي کیږي چې د پېښې پر ځائې کې لا هم د نورو کاڼو د غورځېدو خطر شته.

د پېښې ځائې ته ضلعي حکومتي چارواکي رسيدلي او د ژغورولو په کارونو یې لاس پورې کړی.