آرین یون: احمد ضیا مسعود غوندې کسان تر داعش او طالب نظام ته ډير خطرناک دي
د ولسي جرګې غړو د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات د اندېښنې وړ بولي او وايي چې روان وضعیت د هېواد په زیان دی. د ولسي جرګې غړو په نننۍ غونډه کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت بنسټ په مخالفتونو او ټکرونو اېښودل شوی دی او ددوی د مخالفتونو له امله هېواد له بحران سره مخامخ دی. د ولسي جرګې غړې آرین یون د ولسمشر له لوري د احمد ضیا مسعود لرې کول پر ځای اقدام بولي او زیاتوي چې نوموړي د حکومت له امکاناتو به استفادې د حکومت پر ضد څرګندونې کولې. د نوموړې په وینا دغه ډول کسان تر داعش او طالب د نظام لپاره ډیر خطرناک دي او ولسمشر یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي. د ولسي جرګې غړو د احمد ضیا مسعود هغه څرګندونې هم غندلې دي چې ویلي یې و، دده په لرې کېدو سره به په هېواد کې کورنۍ جګړه پیل شي. ددوی په باور د جګړو وخت تیر دی او ولسمشر ته په کار ده چې ددغو کړیو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او نور هېواد له روان بحران وژغوري. د ولسي جرګې غړو همدا راز له ولسمشر وغوښتل چې د جمعیت ګوند له یوه استازي سره دې خبره وکړي او یوه کس ته دې امتیاز ورکړي نه چې هر څوک ددغه ګوند په استازیتوب خپل ځان ته امتیازات غواړي. ددوی په وینا ولسمشر ته په کار ده چې روان حالت ته په کتو بې طرفه کسان په حکومت کې وګوماري او د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره کړي.