افغانستان يو بل قهرمان رازق اچکزئ و وژل شو
د بی بي سي د راپور په اساس کندهار ولایت ماڼۍ کې دننه ډزې شوې او یوې سرچینې بي بي سي سره خبرو کې د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق وژنه تایید کړې ده.
رپوټونه وايي، د پېښې پر مهال افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر هم هلته موجود و.
د کندهار میرویس روغتون یوې سرچینې په وینا دغه روغتون ته یو شمېر ټپیان وروړل شوي دي. ویل کېږي، چې پېښه کې افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو دوه سرتېري هم ژوبل شوي دي.
دا لا معلومه نه ده، چې ډزې چا کړې دي. نن د کندهار ولایتي ماڼۍ کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه قومندان میلر او افغان چارواکو تر منځ غونډه وه.
رپوټونه وايي، د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د مېلمنو وتلو پر مهال پېښه رامنځته شوه.