افغانستان په برما کې روان ظلم په کلکه وغندلو
د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتنه کړی چې په برما کې د مسلمانانو ډله ییزه وژنه دې په ځانګړی ډول وڅېړی.
دافغانستان خارجه وزارت پرون مازدیګر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د افغانستان حکومت د برما د پوځیانو په لاس د دغه هېواد د روهنګیائی مسلمانانو ډله ییزه وژنه په کلکو ټکوسره غندی.
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دغه ډول اقدامات د بشری حقونو خلاف اووحشی ډوله اعمال دی چې باید مخه یې ونیول شی.
په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، چې دپاکستان ځینو حکومتی کړیو اودغه راز د دغه هیواد داپوزیشن ګوندونو هم پخپل وار په برما کې د مسلمانانو په عامې وژلې په غبرګون کې پر حکومت او نړیوالو ادارو غږ کړی ، د مظلومو روهینګیائی مسلمانانو د ژوند اومال دساتنې لپاره دې جدی اقدامات وکړی او د افراطی بودائی پوځیانو د دغه ډول غیر انسانی اقداماتو په باب دې سملاسی څیړنې وکړی او جنایتکار عوامل دې سزا کړی . وروستی راپورونه ښئ چې پرون دپاکستان په بیلابیلوښارونو کې د روهینګیائی مسلمانانو دعامو وژلو دغندلو او له دغو مظلومو خلکو سره دخواخوږۍ په مناسبت مظاهرې هم شوی دی