افغانستان کښې د زده کړې او تحصیل نشتوالی ډیر زیات شوی دی
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال په هیواد کښې د بې سوادۍ د زیاتیدو خبر ورکړ.
د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن وویل: د افغانستان په خلکو کښې د بې سوادۍ یا د زده کړې د نشتوالي اندازه ۶۵ فیصدو ته رسیدلې ده.
سرور دانش زیاته کړه: نن سبا په افغانستان کښې له پنځلسو کالو د زیات عمر یوازې دیرش سلنه کسان تحصیل کړي او باسواده دي.
هغه همدشان څرګنده کړه چې جنګ، ناامني او اقتصادي فقر او بې وزلي له زده کړې او تعلیمه د افغانستان د خلکو د بې برخې توب ډیر مهم عوامل دي.
په تیرو شپاړسو کالو کښې امریکې او انګلستان د افغانستان په ناامنۍ، فقر او د نشه ایزو توکو د تولید په زیاتوالي کښې ډیر څرګند رول لرلی دی.
د ملګرو ملتو د رپورټ له مخې په افغانستان کښې د نشه ایزو توکو کلنۍ تولید ۹ زره ټنو ته رسیدلی دی.