افغانستان کې د قامونو ترمينځ نفاق ځای نلری, د سولې غوښتونکي يو, ډاکټر عبدالله
دافغانستان دملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر روښانه کړې ، یوازې دهغې موضوع په باب چې په افغانستان کې ئې د اجماع امکان شته ، دامنیتی ځواک دمبارزې او له دغه هیوده د هغوی دروا دفاع موضوع ده .
د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدالله عبدالله پرون ناوخته کندهار ولایت ته په سفر کې په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، د دغه هیواد دولس ترمینځ نفاق او درز هیڅ ځای نه لری او هیڅوک دولس ترمینځ نفاق او درز نشی رامینځةکولی .
ډاکټر عبدالله ووئیل افغان ولس پخپل هیواد کې دجنګ جګړو دختتمیدو ، دامنیت دتامینیدو او دسولې د ټینګیدو غوښتونکی دی .
هغه دغه راز زیاته کړې ، دافغانستان ولس باید دامینتی ځواک ملاتړ و کړی ځکه دسولې لپاره هڅې باید مونږ له روا دفاع غافل نه کړی .
دافغانستان دملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر روښانه کړې ، یوازې دهغې موضوع په باب چې په افغانستان کې ئې د اجماع امکان شته ، دامنیتی ځواک دمبارزې او له دغه هیوده د هغوی دروا دفاع موضوع ده .
داپه داسې حال کې دی چې عبدالله عبدالله تیره اونۍ هم دسولې دنړیوالې ورځې د درنښت په مناسبت په یولړ څرګندونو کې هم دکابل دحکومت دمخالفانو په ضد سخته لهجه کارولې وه .