افغان امنيتي ځواکونو په کندوز کې د طالبانو بيړه غرقه کړې
طالبانو بیګا نیمه شپه د قندوز ولایت په مرکز قندوز ښار باندې له دریو اړخونو حمله وکړه او یوشمیر غیرپوځي کسان او بیماران یې نیولې دي وو
پر کندز د طالبانو د برید پر وړاندې خاصو امنیتي ځواکونو،
ملي اردو، ملي پولیسو او هوایې ځواکونو ګډ عملیات کړي.
په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو د طالبانو برید مات کړی او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، نویو مرستندیه ځواکونو چې تازه کندز ښار ته رسېدلي، د طالبانو برید پرشا تمبولی او تر دې دمه د دې ډلې ۳۶ تنه وژل شوي دي.
ښاغلی امان وایي، په وژل شوو کې د طالبانو دسرې قطعې یو قومندان “کامل” هم موجود دی.
بل خوا د ملي امنیت ریاست وایي، د غوڅ ملاتړ ځواکونو د طالبانو پر یو ټولي چې د دریمې ناحیې د “کوته گرد” په سیمه کې راټول وو هوایې برید کړی او ۲۵ تنه یې پکې وژلي دي.
په همدې وخت کې د کندز ولایت په کاساني سیمه کې د افغان هوایې ځواکونو په برید کې ۷ تنه وژل شوي دي.
سرچینې وایې طالبانو چې غوښتل یې د کندز د ولایت مقام ته نږدې د ملي اردو پر بیس برید وکړي، د امنیتي ځاکونو له لوري کلابند شوي او ۳۲ تنه یې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي