افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په جولای کې د نړۍ د کرکټ د کور میلمه وي
ټاکل شوې د افغاستان د کرکټ ملي لوبډله د روان زیږدیز کال د جولای په یولسمه د انګلستان په لارډز لوبغالي کې چې د نړۍ د کرکټ د کور په نوم یادیږي، د برینډن مک کالم په لوبډلمشرۍ د نړۍ له غوره یولس کسیزې لوبډلې سره یوه پنځوس اوریز لوبه ترسره کړي.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې او د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ دغه سیالي د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شکرالله عاطف مشعل او د MCC د مشرتابه ترمنځ د هوکړې په پایله کې تنظیم شوه.
مشعل په دې اړه د کرکټ بورډ د رسنیو څانګې ته وویل چې، “موږ د کرکټ د پرمختګ لپاره هراړخیز پلانونه طرحه کړي. کرکټ به په افغانستان کې یوه روښانه راتلونکې ولري او موږ به په دغه برخه کې د ډیرو پرمختګونو شاهدان واوسو.
نوموړي د نړۍ د کرکټ د یولس کسیزې لوبډلې پر وړاندې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبه د هېواد د کرکټ په تاریخ کې د پرمختګ یو نوی فصل ګڼي.