امریکه په یو اېټمی پلانټ د هیکرانو د حملو په اړه پلټنې پېل کړي ليکوال نیوز ډسک نېټه Jun 28, 2017 42 0 امریکائی چارواکو د امریکې په یو اېټمی پلانت باندې د هېکرانو د حملې په اړه د تحقیق خبر ورکړ د اېن بی سی خبری چېنل د رپوټ له مخې امریکائی چارواکو نن وویل چې هغوی د دغه هېواد په یو اېټمی پلانټ کښې په یو کمپیوټری سېسټم باندې د څو ناپېژندل شویو هېکرانو د حملی په اړه تحقیقات کوی. موجوده خبرونه په اوس حال کښې د پلانټ د تجارتی برخې د کمپیوټری سېستم چې په اړه یې کم حساسیت لری د هېک کېدو بیانوونکی دی. امریکائی چارواکو لا دا خبره نه سپینه کړې چې په کوم یو اېټمی پلانټ باندې هېکری حمله شوې ده. په دغه رپوټ کښې راغلی دی چې امریکائی چارواکی د غېر وابسته کسانو او ناپېژندل شویو هېکرانو د ګډون د تحقیق په حال کښې دی او د هغه احتمالی کس یا کسانو په اړه چې یې په دغه حمله کښې ګډون لرۀ څه څرګندونه نه ده کړې. پرون هم په ټوله نړۍ کښې څو ملیتی شرکتونه د سائبری حملو د نوې څپې هدف ګرځېدلی دی چې د دغو حملو رپوټ په وړومبی ځل په روسیې او یوکرائن کښې شوے دے. 0 42 شريک