بخته انا (بخت نامه کاکړه) د جنوبي پښتونخوا ملی مبارزه
بخته انا چې په بخت نامې کاکړې سره هم مشهوره وه په اصل کې د جنوبي پښتونخوا د هندو باغ سنځر خېله کاکړه وه. سنځر خیل د کاکړو پښتنو یوه پښه ده او په نورو ډیرو څانګو او خیلونو ویشل شوي دي.
بخته انا هم د هغو ملي مبارزینو نه وه چې د انګریزي ښکیلاکګرو په وړاندې یې مبارزه کوله او د پښتنو ملي احساسات یې راپارول او د هغوی پر خلاف یې په ډیرو جګړو کې ګډون هم کړی و … بخته انا د انګریزي ښکیلاکګرو نه ژوره کرکه درلودله او هغوی یې خپل د هیواد دښمنان بلل. دغه اتله وروسته په ۱۹۳۲ زیږدیز/ میلادي کال کې د انګریزي ښکیلالګرو له خوا په دې جرم ونیوله شوه چې د انګریزانو په وړاندې یې د پښتنو احساسات او جذبات راپارول او دوی دغه ملي مبارزه د مچھ (Machh) په زندان کې قید کړه.
ډیرو پښتو شاعرانو د بختې انا د مبارزو په اړوند اشعار او کاکړۍ غاړې ویلي دي او ددې د مبارزو ستاینه یې کړې ده.
د بختې انا او د خپلواکۍ د نورو ملي مبارزینو او اتلانو ارواوې دې ښادې وي!