جنرال دولت وزيری: هيڅوک په افغانستان کې د اجازې پرته د عملياتو حق نلري امريکه هم
د امریکا دمشرانو جرګې دوسله والو ځواکونو دچارو د کمیشن یو شمیر غړو وئیلی دی ، هغه اختیارات چې ولسمشر په نوی سټراټژۍ کې امریکائی عسکرو ته ورکړی دی ، نور نو اړتیا نشته چې په افغانستان کې دعملیاتو لپاره د دغه هیواد له پوځه اجازت واخستل شی او دامریکا جنګی الوتکې دافغانستان دپوځ له اجازت پرته هوائی عملیات کولی شی .
دافغانستان د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیری نن په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ،حتی په دغه هیواد کې دیره امریکائی عسکر هم اجازت نه لری ، پخپل سر عملیات وکړی ، او هرډول عملیات باید دافغانستان د پوځ له لوئې درستیزوالۍ سره په غږملتیا سره ترسره شی .
دافغانستان ددفاع وزارت د ویندوی دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې د امریکا دمشرانو جرګې دوسله والو ځواکونو دچارو د کمیشن یو شمیر غړو وئیلی دی ، هغه اختیارات چې ولسمشر په نوی سټراټژۍ کې امریکائی عسکرو ته ورکړی دی ، نور نو اړتیا نشته چې په افغانستان کې دعملیاتو لپاره د دغه هیواد له پوځه اجازت واخستل شی او دامریکا جنګی الوتکې دافغانستان دپوځ له اجازت پرته هوائی عملیات کولی شی .