تيره ورځ يو دفتر ته په څهٔ کار تلى وم دا چا څخه چې مې کار وو هغه ته مې انتظار کولو ناست وم . خوا کې راسره يو بل ځوان هم ناست وهٔ. په دغه وخت کې ما ته د يو ملګري فون راغلو . خبرې مې ورسره وکړى چې فون مې بند کړهٔ ، خوا ته ناست ځوان راته په خندا شو او لاس يې رامخکښې کړو ، وئيل زما دا نامه ده ، او زه د بر وطن يم .خو ته د لر يې که د بر ؟ ما ورته اووئيل زه جوهر يم او د پښتونخوا يم . ډيره سوچه او خوږه پښتو يې وئيله ، ما ته وائي زه تاجک يم خو پښتو ژبه مې زده کړى ده دا ځکه چې ځان ته افغان وايم نو پکار ده چې ما له پښتو هم راځي هر څو که د کنيډا سيټزن يم خو زه افغان ووم، افغان يم او افغان به مرم ، مونږ که نن د وطن ډير لرى يو خو دا ژبه زمونږ د قام ترجمانه ده او زه او تهٔ يې دلته هم يو بل ته نزدى کړي يو ځکه چې زمونږ وطن يو دى خاوره مو يوه ده غم او خوشحالي مو يوه ده ، پولې، ديوالونه او کرښې مونږ نشي بيلاولى
افرين په داسى تاجک چې په کنيډا کې هم ځان ته افغان وايی او افسوس په دغه پښتنو چې په پښتونخوا کې ځان ته پښتون افغان نه وائي