د افغانستان په شینډنډ ولسوالۍ کې پینځه طالبان هلاک شو
د افغانستان هرات سيمهييزو چارواکو له وسله والو طالبانو سره په شينډنډ ولسوالۍ کښې د نښتې خبر ورکړ.
د افغانستان د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، له امنيتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې نږدې ۱۴ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه دا نښته پرون مازديګر د دغه ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې ده، چې پکې ۵ طالبان وژل شوي او ۷ نور ژوبل شوي دي. د نوموړي په خبره په دغه نښته کې دوه امنيتي سرتيري هم زخمي شوي دي.
شينډنډ د هرات يو له نا امنه ولسواليو څخه ده چې پکې د افغان امنيتي ځواکونو او طالب ډلې تر منځ ډېرې نښتې رامنځته کيږي.