د امريکه د دفاع وزير د هنده کابل ته لاړو, ايا د طالبانو سره جنګ هندی فوځ ته سپارل شي?
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس دناټو له مشر ینس اسټولټنبرګ سره یوځاې ناڅاپه کابل ته ورغی .
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس هندوستان ته له یوه (۱)ورځنی سفر وروسته نن د ناټو له مشر ینس اسټولټنبرګ سره یوځاې کابل ته تللی دی .
جیمز ماټیس دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابینې لومړنی (۱)غړی دی چې په افغانستان کښې د عسکرو د شمیر د زیاتولو په هکله د واشنګټن دنوی ستراتژۍ له اعلان وروسته کابل ته سفر کوی .
دامریکا دفاع وزیر به افغانستان ته په سفر کښې دخپل هیواد دعسکرو له قوماندان او دکابل له حکومتی چارواکو سره کتنې او خبرې وکړی .
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس چې وړمه ورځ هند ته تللی وو د هندوستان له دفاع وزیر سره په ګډ خبری کانفرنس کښې په سیمه کښې د ترهګرو او دهغوې د پټنځایونو په له منیځه وړل کیدا ټینګار کړی وو .
دامریکا د ایف شپاړس جنګی الوتکو پلورل ،او له افغانستان سره د هند ملګرتیا د امریکا او دهندوستان ددفاع وزیرانو د خبرو ترټولو مهمې موضوګانې وې .
د ترهګرو ډلو د له مینځه وړلو په اړه دامریکا ددفاع وزیر جیمز ماټیس څرګندونې په داسې حال کښې دی چې تکفیری ترهګرې ډلې په سیمه کښې د امریکا د سیاستونو نتیجه او زیږنده ده .