د امريکه سفير په کابل کې د حزب اسلامی مشر ګلبدين حکمتيار سره وليدل
په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه بیانیه کې ویلی دی چی په افغانستان کې د دغه هیواد سفیر هوګو لورینس د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې د موافقې او انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
په دغه کتنه کی ښاغلي لورینس د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره د حزب اسلامی د سولې له موافقې او دوام د امریکا په ملاتړ ټینګار وکړ .
دواړو لورو مواففه وکړه چی د شفافو ، پراخو او معتبرو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هڅه وکړی .