د تبلیغي جمات شپږ دیرش نور کسان په کرونا اخته شوي.
.د پاکستان د سند صوبې دوهم لویې ښار حیدراباد کې په 36 نورو تبلیغیانو کې د کرونا پیښې تائید شوي
د حیدراباد ضلعی انتظامیه په 36 دیرش تبلیغیانو کې د کرونا د مثبت پیښو پخلی وکړ
د سنده صحت او فلاحی آبادی میډیا کوآرډینیټر میران یوسف د وینا ترمخه په سند کې حیدراباد کې وس محال د کوډ-نولس د مریضانو شمیره 43 ده، چې پکې 36 کسان د تبلیغي جمات سره تعلق ساتي
هغه وویل چې د ” نورجومات ” څخه نوې کیسونه رپورټ شوي ، چیرې چې د تبلیغي جماعت 200 غړي دمخه په قرانطینا کې ساتل شوي
یاده دې وي چې ” نورجمات” د سند په صوبه کې د تبلیغیانو دوهم لویې مرکز دی چې تېره اوونۍ وروسته له هغې وتړل شو کله چې د یو چینایی نولس کلن تبلیغي غړي ویروس مثبت تائيد شو
د ډان ټیلویژن د راپور په اساس په سند کې خلک روسته له هغې اندیښمن شوي چې د تبلیغي جمات په کسانو کې کرونا موندل شوی ځکه چې په زرګونه خلکو په جماتونو کې د تبلیغیانو سره لیدل کتل کړي وو
د حیدرآباد د قاسم آباد سیمې اوسیدونکو هم د ورته ویرې له امله پولیسو ته په مکه جومات کې د تبلیغي جماعت د غړو د شتون په اړه خبر وکړو، چې هغه تبلیغیان هم په جماعت کې قرنیطین کړل شو
یاده دې وي چې په لاهور کې د یولسم مارچ نه تر پینځلسم مارچ پورې اجتماع شوې وه چې د هغې روسته په یو شمیر تبلیغي جمات په کسانو کې د کرونا مثبت پیښې ثابت شوي
د لاهور د اجتماع وروسته د پاکستان د نورو صوبو په رقم خیبر پښتونخوا ته هم د سلګونو تبلیغي ډلو تشکیلونه شوي دي، خو په دې اړه تروسه د پښتونخوا چارواکو کوم قدم نه دی پورته کړی او نه یې د دغه تبلیغیانو نقل و حرکت تر محدود کړی
په سوشل میډیا نن د پینځې په ورځ یو تصویر خپور شوی چې ټول بازار بند دی او د تبیلغیانو یوه ډله په بازار کې روانه ده، د سوشل میډیا ترمخه دغه د مردان بازار وه
یو شمیر خلک د حکومتي چارواکو غوښتنه کوي چې د پښتونخوا په جماتونو کې دی د تبلیغي جمات قرنطین کړي، په جماعتونو کې دی اسپرے وکړي تر څو په لکونه خلک ډېر په اسانۍ سره د وائرس ښکار نه شي
بلخوا د تبلیغي جمات پلویان دا تور لګوي چې کرونا په پاکستان کې د ایران د لارې شیعه زایرینو خپور کړی دی.
خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر نور فعالان بیا وايي چې دا سمه خبره ده چې کرونا د ایران د لارې شیعه زایرینو پاکستان راوړی دے، خو تبلیغي جماتونو یې تر پاکستان ګوټ ګوټ ته د رسولو زمه وار دي.