د تورې بوړې اويا فیصده برخه لا هم د داعش ډلې په واک کې ده، ظاهرقدیر ليکوال نیوز ډسک نېټه Jul 18, 2017 40 0 اوسمهال د ننګرهار ولايت د تورې بوړې اويا فیصده برخه لا هم د داعش د ترهه ګرې ډلې په واک کې ده د افغانستان په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې وايي چې اوسمهال د ننګرهار ولايت د تورې بوړې اويا فیصده برخه لا هم د داعش د ترهه ګرې ډلې په واک کې ده. نوموړي حکومت ته خبردارى ورکړ چې که دې موضوع ته پاملرنه ونه کړي، خلک به د کابل- جلال اباد لويه لاره بنده او مدني حرکتونه پيل کړي. حاجې ظاهر قدير چې د جرګې په پرونۍ ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ننګرهار په بېلابېلو برخو کې د داعش شتون پراخېږي او خلک هره ورځ قرباني ورکوي. هغه افغان امنيتي ځواکونه چې اوسهمال د ننګرهار مختلفو سيمو کې د داعش پر وړاندې جګړه کوي، خپل اولاد وباله او زياته يې کړه: موږ چاته اجازه نه ورکوو چې امنيتي ځواکونه قرباني کړي، څه باندې دوه زره پوځيان په توره بوړه کې مېشت دي، خو عمليات درېدلي او هره ورځ موږ قرباني ورکوو. د نوموړي په خبره، اوسمهال د تورې بوړې اويا سلنه برخه د داعش ډلې تصرف کې ده او حکومت بايد د ولسي ځواک په کارونې سره دا ساحه چاڼ کړي، د تورې بوړې د ساتنې مسووليت دې ځايي خلکو ته وسپاري. قدير زياته کړه، ځايي خلک چمتو دي چې د يادې شوې ساحې د ساتنې مسووليت پر غاړه واخلي. هغه زياته کړه چې د داعش حضور د خلکو پر روحيه منفي اغېز کړى او حکومت دې ددغه سيمې د بېرته نيولو په برخه کې بېړنى اقدام وکړي. هغه زياته کړه چې خلک په ننګرهار کې د داعش له فعاليتونو ستړي شوي او بايد ددغه ډلې پر ضد جدي او رښتيني مبارزه وشي. 0 40 شريک