د جماعت یو ملا په سلګونو ښځو جنسی تیرۍ کړی، او لوڅ فلمونه یې ترې جوړ کړي
د افغانستان په فریاب ولایت کې یو ملا د سلو ډېرو ښځو باندې جنسی تیري کړی او د هغوي یې لوڅ فلمونه ډک کړي دي.
دغه ملا د فریاب ولایت د جمشیدی کلی اوسیدونکی دی، د خپل نوم یې رسول خوجه او مشهور د ملارسول لنډی په نوم دی، ملا رسول لنډی په خپل ولایت کې په یو جماعت کې د کوډو تعويذونو یو دفتر درلوده چې د اولاد نه پیدا کیدو په ګډون یو شمیر نور مثایلو تعويذونه یې پکې خلکو ته لیکل.
د فریاب ولایت په ګډون د افغانستان د شمال د نورو ولایتونو کورنۍ به دغه ملا ته د اولاد د پیدا کیدو د تعویذ په سلسله کې ورتللې چې روسته به دغه ملا د څه شرایطو له مخې جینۍ دن نه اتاق ته بوتلله او د سیکس د پاره به یې مجبوره کړه، د سیکس په وخت به ترې دغه ملا ویډیو جوړوله، چې روسته به یې پرې هغه جینۍ بلیک میل کوله، چې یا ماسره جنسی اړیکه وساته یا دې هم دا ویډیو کورنۍ ته ورلیږم.

ملا رسول لنډی چې پخوا د جنبش ګوند او د پولیسو یو قومندان وو د څو کالو راهسې دغه د تعویذونو کار کولو، د فریاب ولایت یو کس دی پشتون ایکسپریس ته ویلی چې دغه
ملا یو زورواکی هم وو او خپل بدماشان یې درلودل.