د سعودی په مشرۍ کې د اسلامی هیوادونو ګډ مرتد فوځ په یمن کې د سکول ماشومان وژلي دي
د سعودی عرب په مشرۍ کې د اسلامی ملکونو ګډ فوځ په یمن کې د اسکول په یو بس بمونه ورولي چې په کې په لسګونو ماشومان وژل شوي.
د سره صلیب نړیوالې ادارې او په یمن کې د صحت وزیر وایي چې د سدا په صوبې کې په یو بس موټر هغه وخت هوایي برید وشو چې دغه بس په یو بازار کې روان و.
د سره صلیب نړیوالې ادارې په خپل ټویټر یې لیکلې دي “زمونږ روغتون ته د ٢٩ ماشومانو جسدونه راوړل شویدي چې عمرونه یې د ١٥ کلو نه کم دي. روغتون ته ۴٠ تنه زخمیان هم راوړل شویدي چې په هغې کې ٣٠ ماشومان دي.”
په یمن کې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف د څو کلونو راهیسې خلاف جنگیږي.
یمن د روغتیا د وزارت ویاند عبدل غني رویټرز ته ویلي “یو بس موټر چې ماشومان پکې سپاره و، هغه وخت په نښه شویدی چې ماشومان یې د ښوونځي نه بیرته وړل، په دغه پیښه کې ۴٣ تنه وژل شوی او ٦٣ زخمیان دي.”
د رویټرز خبریال لیکي چې په روغتونو کې زخمي ماشومان چې په خپلو وینو کې ګړ راوړل شویدي، چغې وهي، فریادونه کوي او ډاکټران یې په علاج بوخت دي.