د طالبانو مشران په کويټه او پېښور کې پټ دي, جنرال جان نيکلسن
په افغانستان کې د امریکایی عسکرو قوماندان جنرال جان نیکلسن یو ځل بیا په پاکستان د طالبانو د ملاتړ د تورو په لګولو سره ویلی دی چی امریکا ته پته ده د طالبانو مشران په کویټه او پیښور کې موجود دی .
ده همداراز ویلی دی چی د افغان مسلې سیاسی حل ممکن دې خو په افغانستان کې کې به پوځی هڅې روانې وی .
د یادولو ده چی تیره اونۍ د امریکا ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د نورو امرییکایی عسکرو د شتون د لارې په هوارولو سره ، په دغه هیواد کې د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږده جنګ د ختمولو له ژمنې اوړیدلې وو او په پاکستان یې ترهه ګرو ته د پناه ورکولو تور لګولې وو .
پاکستان هم د امریکا دا تورونه رد کړی دی او وایی چی امریکا د تورونو لګولو پر ځای په افغانستان کې د ترهه ګرۍ د ختمولو لپاره له پاکستان سره مرسته وکړی