د پاکستان د دفاع وزير د امريکه د لوړ پوړی چارواکی سره ليدنه رد کړه
امریکا اوپاکستان ترمینځ دتاؤتریخوالی په زیاتیدو پسې د پاکستان دفاع وزیر غلام دستګیر دکتنې لپاره دامریکا یوه لوړپوړی افسر بیا بیا کتنه رد کړې او له هغه ئې غوښتی دی چې له خپل همڅنګ سره دې وګوری .
له دې مخکې هم دپاکستان او افغانستان په چارو کې د امریکا دځانګړی استازې میرمن آلیس ولز سفر هم د اسلام اباد د چارواکو په غوښتنې سره لغوه شوی ت او دپاکستان خارجه وزارت اعلاان کړی ؤ چې هیواد ئې له امریکائی چارواکو سره خبرواتروته تیا ر نه دی .
دافغانستان او پاکستان په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ نوی سټراټژۍ دپاکستان د ولس ، چارواکو او نورو شخصیتونو سخته کرکه او غوسه راپارولې ده . په دغې ستراټژۍ کې پاکستان دترهه ګرۍ ملاتړی بلل شوی او ګواښ شوی دی ، که اسلام اباد پخپلې خاورې کې دترهه ګرو پټنځایونه اوکیمپونه او له ترهه ګرو سره مرستې ونه دروی نو له پآکستان سره به خپلې مالی اوپوځی مرستې غوڅې کړی ، چې دغې چارې دپاکستان دولس او سیاسی او مذهبی شخصیتونو او چارواکو سخته غوسه راوپاروله او په پرله پسې د دغه هیواد په بیلابیلو ښارونو کې دامریکا په خلاف سختې اوجدی مظاهرې وشوې چې لا هم دوام لری