د ډیورنډ په کرښه دیوال جوړول به د اسلام اباد کابل ترمینځ تاؤتریخوالی نور هم زیات کړی، عمران خان
عمران خان وئیلی دی ، په ډیورینډ کرښې کې د دیوال دجوړولو په ځای دې له افغانستان سره په آزادتجارت او دپولو په پرانیستو توجه وشی او دغه کړچار به په اوږدې مودې کې د دواړو هیوادونو لپاره ښې نتیجې په ځان پسې ولری .
دپاکستان دتحریک انصاف ګوندمشر عمران خان د افغانستان او پاکستان ترمینځ دسرحدی سیاست په ملاتړ سره ، له افغانستان سره په ډیورینډ سرحدی کرښې کې د دوه زره اوپنځه سوه کلومیټر اوږدې کلائې له جوړولو سره په مخالفت سره وئیلی دی ، د دغې پوله ایزې کلائې جوړول د دواړو هیوادونو ترمینځ دتاؤتریخوالی دزیاتیدو لامل کیږی .
عمران خان وئیلی دی ، په ډیورینډ کرښې کې د دیوال دجوړولو په ځای دې له افغانستان سره په آزادتجارت او دپولو په پرانیستو توجه وشی او دغه کړچار به په اوږدې مودې کې د دواړو هیوادونو لپاره ښې نتیجې په ځان پسې ولری .
دپاکستان دغه سیاستوال همداراز په ډیورینډ کرښې کې دسرحدی کلائې دجوړیدا د درولو غوښتنه وکړه .
څه موده مخکې دپاکستان پوځ په ډیورینډ کرښې کې دسرحدی کلائې دجوړولو دپلان د اجرائی کیدا دپیلیدا خبر ورکړی او وئیلی ئې وو د دغه پلان لومړنۍ مرحله په باجوړ سیمې کې دختمیدا په حال کې ده . افغانستان هم په ډیورینډ کرښې کې دسرحدی کلائې له جوړولو سره سخت مخالفت کړی او په کرتو ئې د دغې کلائې دجوړیدا دنتیجو په باب دپاکستان حکومت اوپوځ ته خبرداری هم ورکړی دی .