سوريا کې د ترکيه د فوځ په کيمياوي حملو کې 180 ملکيان وژل شوي
د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې مولود چاووش اوغلو نن ټینګار وکړ: ترکیې د سوریې په عفرین سیمه کښې په خپلو عملیاتو کښې هیڅکله کیمیاوي وسلې نه دي کارولې.
دا په داسې حال کښې دي چې د اردوغان د حکومت مخالفو سوري ډلو ویلي چې د ترکیې پوځ تیره جمعه د عفرین ښار په یوه سیمه کښې د کیمیاوي وسلو حمله کړې ده.
له دې مخکښې د سوریې حکومتي خبري آژانس او ځايي ډاکټرانو په ملکي خلکو کښې د زهر جن ګیس په علائمو سره د ساه د ستونزو خبر ورکړی دی.
ترکیې له سوریې سره د خپل هیواد په ګډو پولو کښې د امنیت او ثبات د پياوړتیا په پلمه (د زیتون څانګه) تر عنوان لاندې په عفرین ښار کښې خپلې پوځي حملې د تیرې جنورۍ میاشتې له شلمې نیټې څخه پيل کړې دي.
د دمشق حکومت دا حملې د سوریې په خاورې څرګند تیری بللی دی.
له بلې خوا د سوریې رسنیو اعلان کړی چې د دغه هیواد په عفرین سیمې د ترکیې د پوځ د تیري له پيل راهیسې تراوسه ۱۷۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۸ نور زخمي شوي دي.