صوابۍ کې پولیسو د رکشې نه بمونه ونیول، دوه کسان ګرفتار ليکوال نیوز ډسک نېټه Jul 18, 2017 37 0 د ټی این این د راپور په اساس صوابئ کښي پوليس يو رکشي نه بمونه او دي کښي استعماليدونکي سامان درون مقدار کښي برآمد کړے او دوه کسان ئي نيولي دي۔ د ګدون تهانړي ايس ايچ او شفيق خان وائي چي دغه کاروائي ئي تيره ورځ اوتله سيمه ناکه بندئ دوران کړي ده چرته ئي چي يو رکشه د شک په بنياد اودروله او هغي کښي پرتي بوجئ نه ئي اووه شپيته ډائنا مائټ بمونه، دوه سوه ډيټونيټري او يونيم سل ګز سيفټي فيوز ترلاسه کړل۔ ده زياته کړي ده چي ډرائيور کبيرخان او رکشه کښي ناست اخترخان نومي تنان ئي ګرفتارکړي او نامعلومه ځائي ته ئي منتقل کړي دي 0 37 شريک