عراق دقطر له څنګ ته کولو سره مخالف دی
دعراق لومړی وزیر حیدرالعبادی پرون ټینګار وکړ چې بغداد دسعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو لخوا د قطر له څنګ ته کولو سره مخالف دی ځکه چې دغه چاره عادی خلکو ته تاوان رسوی .
هغه سعودی عربستان ته خپل سفر ته په اشارې سره وویل زه به په دغه سفر کښې د سعودی عربستان له چارواکو وغواړم د قطر پرضد د تورونو په اړه توضیح ورکړی .
دایران داسلامی جمهوریت په شمول ډیر هیوادونه د قطر دکلابندۍ پرخلاف دی .
سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو، بحرین او مصر دامریکا او د اسرائیلو په حکم او اجازې سره په تیرې دوشنبې ورځ له قطر سره سیاسی او ډیپلوماټیکې اړیکې غوڅې کړې .
دغو څلورو(۴) عربو هیوادونو له قطر څخه غوښتنه وکړه چې دفلسطین له اسلامی مقاومت غورځنګ حماس څخه ملاتړونه ختم کړی او دعربو دهیوادونو د مسایلو په هکله له دوې سره غږملتیا وکړی .
سعودی عربستان خپل هیڅ اختیار او واک نلری او په سیمه کښې دامریکا ، اسرائیلو او د انګلستان دسیاستونو اجرا کونکی او دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او ورسره مالی مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .