مېچن د تاريخ په رڼا کښې // محمد علي ديناخېل
د پښتون کلتور او تاريخ د لرغونتوب په حقله بعضي خلق دا وائي چې دانګريزۍ ژبې لفظ مشين د پښتو ژبې د لفظ مېچن نه وتلے دے ۔ په دې موضوع د مخکښې تللو او د نور بحث کولو نه وړاندې مونږ له پکار دي چې دا خبره په ذهن کښې کېږدو چې تحقيق يو مسلسل عمل دے او هره ورځ نوي نوي څيزونه، معلومات او خبرې را برڅېره کيږي خو د دې نه هر ګز دا مطلب اخستل نۀ دي پکار چې د يو نوي تحقيق او څېړنې نه وړاندې چې کومو پوهانو خبرې کړې دي هغه غلطې دي ۔ ډېر کله يو خيال ، يوه مفروضه يا يوه غلطه نظريه د يو نوي تحقيق د پاره بهترين بنياد ثابت شي ۔ دغه وجه ده چې د هر چا نوے خيال، نوې نظريه ، يا نوې مفروضه د قدر وړ وي اګر که دا غلط ولې نۀ وي ۔ دا په دي وجه د قدر وړ وي چې هم دغه خبرې وي چې يوې نوې څېړنې ته هڅول کوي ۔ مقصد مې د خبرې دا دے چې دپښتون کلتور د لرغونتوب په حقله چې د چا کوم نظريات او خيالات دي هغه ټول د قدر وړ دي ۔ البته دا يوه خبره به منو چې د نوي تحقيق او څېړنې سره د نوو معلوماتو امکان همېشه موجود وي ۔
د پښتون تاريخ او کلتور د لرغونتوب په حقله کله کله خلق جذباتي شي او بغېر د تحقيق نه بې بنياده خبرې هم کوي چې بعضي پکښې ډېرې خندونکي هم وي لکه يو کس ليکلي وو چې ګورباچوپ پښتون وۀ او نوم يې ګل باچا وۀ ۔ دغه رنګ يو بل کس ليکلي وو چې يوسف عليه سلام د يوسفزۍ قبيلې سره تعلق لرلو ۔ يو کس دا هم وئيلي دي چې د ادم عليه سلام د خويونو نه دا پته لګي چې هغه پښتون وۀ او د حوا عليها سلام سره به يې په پښتو خبرې کولې ۔ بهر حال دا خو د ګپ شپ خبرې وې ۔ اوس به مونږ خپل مقصد طرف ته راشو او دا به اوګورو چې په مختلفو ژبو کښې مېچن په کومو کومو نومونو ياده شوې ده ۔
مېچن په مختلفو ژبو کښې
مېچن ته په انګرېزۍ کښې Quern وائي ۔ په لاطينۍ ژبه کښي ورته Mola وائي ۔ په زړه انګرېزۍ کښي ورته Cweorn په زړه جرمنۍ کښې ورته Quirn په ګوتک کښې ورته Quirnus په سنسکرت کښې Grava په ولش ژبه کښې Breran او په ډينيش کښې Kvern وائي ۔ په انګرېزۍ ژبه کښي يې د مېچن پېژندګلو داسې کړې ده ۔
Quern-stones are stone tools for hand-grinding of wide variety of materials. They are used in pairs. The lower stationary stone is called a quern, while the upper mobile stone is called a hand stone. They were first used in the Neolithic to grind cereals into flour.
ژباړه: مېچن د ګټې يوه اله ده چې د مختلفو څيزونو په لاس سره د اوړه کولو د پاره وي ۔ دا ګټې جوړه جوړه استعماليږي ۔ کومه ګټه چې لاندې په ځائے ولاړه وي هغې ته کويرن وائي او لپاسه ګرځيدونکې ګټې ته د لاس ګټه وائي ۔ په وړومبي ځل مېچنې د ګټې په زمانه کښې د غلې د اوړه کولو د پاره استعمال شوې دي ۔
په ذاهد پښتو سيند لغت کښې ميچن ليکلې ده او معني يې لاسي ژرنده کړې ده ۔ په درياب لغت کښې يې مېچن ليکلې ده او معنې يې ورته دا ليکلي دي ۔ د دانو وړلو دستي مشين ، د لاندې باندې کاڼو تر مينځه د دانو وړلو يوه پخوانۍ اله ۔ په درياب لغت کښې يې ورته مېچنه هم ليکلې ده ۔ او دا نوم د درياب او زاهد پښتو سيند دواړو لغتونو تر مخه مونث دے ۔
په افغانستان کښې د ميچن خېل په نامه يوه علاقه په کندوز ولاېت کښې هم شته ۔
ان لائن اردو ويکيپيډيا د مېچن باره کښې داسې ليکي ۔
چکی ،پسنہارا،ہتھ چلی (میچن) ہاتھ کی چکی, چھوٹی چکی, کہا جاتا ہے۔ یہ پن چکی کی طرح گھریلو استعمال کیلئے ہوتی تھی۔
• ہتھ چکی عموماً گھرکے کونے میں نصب ہوتی تھی اوریہ پتھر کے دوگول پاٹوں پر مشتمل ہوتی تھی ۔
• ماضی میں خواتین صبح سویرے اٹھ کر ہتھ چکی یا میچن چلاناشروع کردیتی اورروزمرہ ضرورت کے مطابق تازہ آٹا حاصل کرتی۔ اورگھرکے سب لوگ یہ تازہ اورصحت بخش آٹااستعمال کرتے پن چکیوں کے مقابلے میں ہتھ چکی چلانازیادہ مشکل اورمحنت طلب کام تھاتاہم اس وقت کی خواتین بڑے خوش اسلوبی کے ساتھ یہ ذمہ داری نبھاتی تھیں۔
ښځو به مېچنې کولې
د دې تاريخي حوالو نه پته لګي چې د مېچنو استعمال په زياته توګه ښځو کړے دے ۔ ځکه چې ښځو به په کور کښې د غلې دانې په مېچن اوړۀ کولې اوسړو به د کور نه بهر کارونه کول ۔ د بابلي تهذيب د کتابونو،د عيسائيت د مقدسو کتابونو او د نورو تاريخي حوالو نه پته لګي چې عام طور به مېچنې ښځو ، غلامانو او يا قيديانو کولې ۔
پښتو ادب او مېچن
په پښتو ادب کښې هم د مېچن استعمال شوے دے ۔ لکه په دې لاندينيو شعرونو کښې يې اوګورئ ۔
خپل احساس يې د فنا د مېچن پل شۀ
چا چې عشق د غنم رنګو کوۀ دل شۀ
د دې شعر نه د مېچن د کار او اجزاؤ پته لګي ۔ د مېچن کومې دوه ګټې چې وي نو د دوي تر مينځه غنم دل کيږي يعني اوړه ترې جوړيږي ۔
او يا لکه دا شعرونه ۔
لکه ګل چې ودوړېږي په ګلشن کې
داسي دل شوم د حالاتو په مېچن کې
درست جهان به ترې نه اور واخلي لمبه شي
يو بڅری لا ځلېږي په خوږلن کې
په دې شعرونو کښې د مېچن تشبيه د خرابو او ناسازګارو حالاتو سره ورکړے شوې ده يعني داسې حالات په کومو کښې چې انسان ته ډېر تکليف اورسيږي ۔
په دې شعرونو کښې هم د حالاتو په مېچن کښې د دل کېدلو ذکر شوے دے ۔
ته که ادم خان د خپلې مينې يې
زۀ هم مينه ناکه درخانۍ ېمه
دل شوم د حالاتو په مېچندو کښې
اوس د خپله ځانه هم پردۍ ېمه
د مېچن اجزا
لکه څنګه چې په بره ذکر شوي شعرونو کښې په وړومبي شعر کښي راغلي دي د مېچن يوې ګټې ته پل وائي ۔ په ژرنده کښې هم دا شان دوه ګټې وي چې لپاسنۍ ته پل او لانديني ته تبۍ وائي ۔ خو دا نه ده معلومه چې د مېچن لاندينۍ ګټې ته تبۍ وئېلې شي کنه ۔ لکه څنګه چې بره ذکر شوي دي چې لاندينۍ ګټې ته Quern وائي او لپاسنۍ ګټه کومه چې ګرځي ته هينډ سټون يا لاسي ګټه وائي ۔ په تاريخ کښې د داسې مېچنو ذکر هم شته چې په نمر وچې کړې شوې خاورې باندې د اسپالټ د کوټنګ نه به جوړې وې او د دې نه علاوه د داسې لرګو نه به جوړې وې چې په هغوي کښې به اوسپنې ټکوهلې شوې وې ۔
د مېچن تاريخ
Moritz ليکلي دي چې د مېچن ايجاد د يونان او سپېن نۀ شوے دے ۔ په انګلينډ کښې چې په څلور زره قبل مسيح کښې کومه مېچن استعمالېده هغې ته به يې Saddle Quern وئېلو ۔ او د وخت تېرېدو سره په څلور سوه قبل مسيح کښې دلته روټري کويرن راورسېده ۔ يو رومن ليکوال Cato په اول قبل مسيح کښې په کرکيله يو کتاب ليکلے دے چې يې پکښې د مختلفو قسمه مېچنو ذکر کړے دے ۔ د تاريخ نه دا پته لګي چې مېچن د سپېن نه فرانس، بيا اټلي ، بيا مرکزي يورپ او دغه رنګ په درېم قبل مسيح کښې جرمني ته رسېدلې ده ۔
مېچن يوناني لفظ دے
لکه څنګه چې په شروع کښې مونږ وئېلي وو چې دا خيال موجود دے چې لفظ مشين د مېچن نه وتلے دے يا يو شان ريښې لري ۔ نو مونږ به دا ګورو چې لفظ مېچن پخپله د پښتو لفظ دے او کنه دا هم چرته د بلې ژبې لفظ دے ۔ په دې حقله به مونږ د ژبپوهانو رائے او څېړنې ته ګورو ۔ د ټولو نه اول ډاکټر مجاور احمد زيار د مېچني د لفظ د ابتدا او بنياد په حقله په يوه مقاله کښې ليکلي دي چې د يونانيانو د باختر د نيولو په مهال د يونانۍ ژبې بعضي لفظونه پښتو ته راغلي دي لکه مېچن له مېکانې(mekhane´) يا مچنوغزه له منګنيکه ((manganika راوتلي دي ۔ يو بل محقق د پښتو د هغه لفظونو په باره کښې ليکلي دي کوم چې په زوروکي (سنټرل ميډ واول) او نون تماميږي ۔ په دې حواله چې هغه کوم مثالونه ورکړي دي نو په اخر کښې يې دا ليکلي دي چې بعضي مستعار لفظونه هم د زورکي او نون په يو ځائے کېدو تماميږي ۔ په دې حواله هغه د فارسۍ دشمن او قهرمن لفظونه او د يونانۍ مېچن لفظ ذکر کړي دي ۔ د مېچن لفظ ليکلو سره هغه دا هم زياته کړې ده چې د يونانۍ نه کوم لفظونه مستعار اخستےشوي دي په هغوي کښې مېچن واحد لفظ دے چې د زورکي او نون په اختتام تماميږي ۔ په جرمني کې په خټه جرمنۍ ژبپوه سباستن هايني وايي د يوناني يو شمېر ټکي لکه مشين چې په پښتو کې مېچن ورته وايي د ژبې له پلوه ډېره خپلوي لري.
- نتېجه
پته اولګېده چې د مېچنې معلوم تاريخ د يونان، روم او سپېن نه ابتدا مومي ۔ نو ځکه مونږ په دې مقاله کښې د ورکړے شوو درېو واړو ليکوالو دا خبره صحيح ګڼو چې د مېچن لفظ تعلق د يونانۍ ژبې سره دے ۔ او دا لفظ د يونانۍ لفظ مېکانې(mekhane نه راوتلے دے ۔ Mikhani يا Mekhane په يونانۍ ژبه کښې مشين ته وائي ۔ نوپته اولګېده چې لفظ مېچن د يونانۍ ژبې لفظ مشين نۀ راوتے لفظ دے ۔ او دغه رنګ کوم عام خيال چې دے چې دا د پښتو ژبې لفظ دے او مشين د دې لفظ نه وتلے دے نو دغه خيال غلط دے ۔
ليکوال : محمد علی ديناخيل