ناټو ومنله چې د دوستم الوتکې ته د کيناستو اجازه نه ده ورکړل شوې
په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ملاتړ ځواکونو منلې؛ چې هغې الوتکې ته د بلخ په هوایی ډګر کې د کېناستو اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم هم په کې و.
د قاطع ملاتړ ماموریت ویاند «بیل سالوین» رسنیو ته ویلی، چې له دغې پېښې وروسته هغوی ته ټیلیفونونه وشول، او په دې برخه کې ترې د مرستې غوښتنه وشوه.
خو هغه زیاتوی چې هغوی قضیه وڅېړله او معلومه شوه چې دا د افغانستان داخلی مسئله ده او بهرنیو ځواکونو ته په کې د مداخلې ځای نشته.
ده تایید کړې چې په یاده الوتکه کې جنرال دوستم هم ناست و، خو نه یې دی ویلی چې چا الوتکې ته د کېناستو اجازه نه ده ورکړې او چا له ناټو څخه په دغې برخې کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
ځینو سرچینو ویلی چې، د جنرال دوستم د سپرلې الوتکه تېره شپه له ترکېې څخه د بلخ هوایی ډګر ته روانه شوې وه، خو جرمنی سرتېرو ورته د ناستې اجازه ورنه کړه او الوتکه بېرته د ترکمنستان عشق اباد هوایی ډګر ته ستنه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې د دوستم دفتر دغه څرګندونې ناسمې بللې، او هغه ته نږدې سرچینو ویلی چې دوستم به راتلونکې اونې هېواد ته راستون شی، او په افغانستان کې به د درېیو ګوندونو د نوی ائتلاف د اعلان په غونډه کې ګډون وکړی.
د مشرانو جرګې او جنبش ګوند غړی «مولوی عبدالله قرلق» نن خبریالانو ته د جزییاتو له ورکولو پرته وویل؛ چې ځینې هېوادونو او کړیو پر دوستم فشار راوستى، چې په ترکیه کې پاتې شی.
دغه ایتلاف، څو ورځې مخکې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د جمعیت اسلامی ګوند د مشر صلاح الدین ربانی، د جمعیت ګوند اجرایی رییس او د بلخ والی عطامحمد نور، د حکومت د اجراییه ریاست دویم مرستیال او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر محمد محقق او د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ګوند بنست اېښودونکی جنرال دوستم په ترکیه کې جوړ کړى دى