نوازشریف دسپریم کورټ دفیصلې په خلاف اپیل وکړ ليکوال نیوز ډسک نېټه Aug 15, 2017 42 0 دپاکستان نااهل کړائ شوی او ټګ لومړی وزیر نواز شریف نن له خپلو وکیلانو سره له سلامشورو وروسته دهغه په ضد د پاناما کیس په باب د دغه هیواد دسترې محکمې سپریم کورټ دفیصلې په خلاف دبیا کتنې درې اپیلونه کړی دی . نواز شریف په دغو اپیلونو کې له محکمې غوښتنه کړې چې تر څو چې د هغه په اپیلونو فیصله نه وی شوی ، ترهغه وخته پورې دې دسپریم کورټ دپنځه کسیز پلاوی په فیصلې دې عمل ودرول شی . په پاکستان کې په پاناما کیس کې دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ، دجماعت اسلامی مشر سراج الحق او عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید مدعیان وو . په فساد ککړ اولیرې کړائ شوی ټګ نواز شریف په دغې محاکمې کې درط بیل بیل اپیلونه کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې دپآکستان سترې محکمې یا سپریم کورټ پنځه کسیز بینچ دجولائی په اته ویشتمه نیټه دپاناما کیس په باب په فیصلې کولو سره نواز شریف د صدراعظمۍ لپاره بې صلاحیّته وباله او دهغه او دهغه دکورنۍ کیس ئې نیب ته واستوۀ څو دهغه د راتلونکی په باب فیصله وکړی . 0 42 شريک