نورستان ولایت کې طالب ترهګرو د داعش ډلې د قومندان د کوره لمبې پورته کړې
طالب ترهګرو د افغانستان په نورستان ولایت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې د ستر قوماندان نورا کور ته اور ورته کړ
په وائګل ښار کښې د داعش د قوماندان په کور د طالبانو حمله او د دغې ډلې له ترهه ګرو سره نښته څو ساعته روانه وه.
د وائګل د ولسوال رحمت رحمتی په شمول د نورستان ولایت چارواکو دغه نښته تائید کړې ده خو د دواړو خو د سرتاوانونو د شمېر په اړه یې څه معلومات نه دی خپاره کړی.
په نورستان ولایت کښې په دې وروستیو کښې داعش ترهه ګرې ډلې د ځواکونو په جذبولو لاس پورې کړے دے او په ګاوڼدی ولایت کنړ کښې هم د داعش ترهه ګرو فعالیتونه زیات شوی دی.
له دې وروسته چې داعش تکفیری ډلې طالبان د کفارو تالی څټې او هغوی یې واجب القتل اعلان کړی دی د افغانستان په ځینو ولایتونو کښې د دواړو ډلو ترمېنځ نښتې زیاتې شوې دی.
له بلې خوا افغان امنیتی ځواکونو هم د طالب او داعش دواړو ډلو په خلاف خپلې حملې سختې کړې دی.