هند دسوريا سره د مذهبی ترهګرو ډلو پرضد فوځی مبارزه پېل کوي
د هند د کورنیو چارو وزیر له ترهه ګرو ډلو سره په مبارزه کښې د سوریې له حکومت څخه په ملاتړ تاکید وکړ.
راجنات سېنګ نن په نوی ډیلی کښې د سوریې له مفتی اعظم شېخ احمد بدرالدین حسون سره په کتنه کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په زمینه کښې د دواړو هېوادونو په ملګرتیا باندې په تاکید سره امید څرګند کړ چې زر تر زره به صلح او قراری سوریې ته ستنه شی.
د سوری مفتی اعظم شېخ احمد بدالدین حسون هم وویل: دمشق به په خپل هېواد کښې د ټولو ترهه ګرو ډلو او د هغوی د پټېدو د ځایونو تر تباه کولو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړی.
د باخبرو سرچینو د وېنا له مخې په دغه کتنه کښې په سوریې او عراق کښې له داعش ترهه ګرې ډلې سره د لسګونو هندی ښاریزو د یوځاے کېدو په اړه هم خبرې اترې وشوې.
د هند استخباراتی ادارې په عراق او سوریې کښې له ترهه ګرو ډلو سره د هند د تقریباً اتیا ښاریزو د یوځاے کېدو داحتمال خبر ورکړ.
یو کال مخکې په هند کښې له داعش سره اړوند نهه ډلې له منځه یوړلې شوې.