هند د ايران او افغانستان سره د چابهار بندر منصوبې زر تر زره ګټه اخيستلو ټينګار وکړ
د هندوستان او د افغانستان دبهرنیو چارو وزیرانو میرمن سوشما سواراج او صلاح الدین ربانی په نوی ډیلی کښې ددواړو هیوادونو د ستراتژیک ګډون دشورا د دوهمې (۲)غونډې له ترسره کیدا وروسته
دګډې بیانیې په خپرولوسره د درې اړخیزه موافقې په چوکاټ کښې دایران دچابهار بندر د پراختیا دپروژې د چټکتیا لپاره د نوی ډیلی او دکابل په ملګرتیا ټینګار وکړ .
دهند او دافغانستان دبهرنیو چارو د وزیرانو په دغه ګډې بیانیې کښې ویل شوی دی نوی ډیلی او کابل د افغانستان او دمرکزی اسیا لپاره ټرانزیټ او ټرانسپورټ ته د ازاد لاسرسی او د ارتباطاتو اهمیت ته په پام سره دایران ، هند او دافغانستان ددرې اړخیزه موافقې په چوکاټ کښې د چابهار بندر د پراختیا دچټکتیا په زمینه کښې په تیر میلادی کال میی میاشت کښې موافقې ته رسیدلی وو .
د افغانستان او د هندوستان خارجه وزیرانو په افغانستان کښې د ترهګرو حملو په غندلو سره ترهګرۍ د سیمې او له سیمې د وراخوا هیوادونو د صلحې او ثبات لپاره ترټولوستر ګواښ وباله .
د هندوستان او دافغانستان چارواکو په دغه غونډې کښې د ټرانسپورټ ، روغتیا ، د سپوږمکۍ د ارتباطاتو او د دپراختیا د یوسل شپاړسو(۱۱۶) پروژو دبشپړولو په زمینو کښې څلور (۴)موافقې لاسلیک کړې .