وزيرستان: شپيته لاکه روپۍ ورکولو روسته حکومت د احمدزئ وزير قبيلې پنځوس کسان خوشي کړل
په جنوبي وزيرستان کښي پوليټيکل انتظاميي د کرمز خيل قبيلي پنځوس کسان خوشي کړي دي۔
وانا پوليټيکل کمپاؤنډ کښي پوليټيکل نائب تحصيلدارزاهد يونس د احمد زئ وزيرقبيلي مشرانو سره يوه جرګه کړې۔ جرګي په محال احمد زئي وزيرقبيلي انتظاميي ته شپيته لکه روپئ ورکړي د کومي نه وروسته چي انتظاميي ګرفتارکړے شوي کسان رها کړل او ددوي نيولي پنځه ګاډي ئي هم مالکانو ته په حواله کړل۔ یاده دی وی چي څه موده وړاندي د اوور لګيدو مختلفو پيښو کښي ایجنسی هیډ کوارټر هسپتال وانا کښی دوه ایمبولینسی، د دوایانو سټور او د نادرا دفتر کمرے سوزیدلی وی چی له وروسته ئي پولیتیکل انتظاميي د علاقائي ذمه وارئ لاندي د کرمز خيل قبيلي پنځوس کسان نيولي وو او ددوي دوکانونه ئي هم سيل کړي وو۔