پاکستان او ملحد هيواد روس په ګډه فوجونه مشقونه کوي, افغانستان د هند په ملګرتيا بدنام
د پاکستان پوځ د ماسکو او اسلام آباد د ګډې مانورې د پيلیدو خبر ورکړ.
د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور نن د دې خبر په اعلانولو سره وویل: د (دوستي ۲۰۱۷) تر عنوان لاندې دا مانور او پوځي مشقونه به په روسیې کښې د یوې اونۍ په موده ترسره شي.
له ترهګرۍ سره مبارزه، د یرغمل شویو آزادول، د تفتیش او پلټنې عملیات او د مرستې او ژغورنې مانوره هغه مشقونه دي چې په دې مانوره کښې به ترسره شي.
همداشان د دې مانورې اصلي موخه له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د طرفینو د توانمنۍ زیاتول اعلان شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نفیس ذکریا مخکښې ویلي وو: پاکستان او روسیه په دفاعي برخه کښې ملګرتیا لري او د ملګرتیا د زیاتولو په لړ کښې یې مختلفې موافقې لاسلیک کړې دي.
د پاکستان او روسیې پوځونو د تیر میلادي کال په ستمبر میاشت کښې په وړومبي ځل د پاکستان په شمالي سیمو کښې ګډ پوځي مشقونه کړي وو.